Kabulافغانستانامنیتپښتو

د مرکزي زون ولایتونو د مسوولینو د همغږۍ غونډه ترسره شوه — Bakhtar

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-24 08:18:02🎙 راډیو واورئ

Summary: د مرکزي زون ولایتونو د مسوولینو د همغږۍ غونډه د کابل د والي ملا امین‌الله عبید په مشرۍ د کابل ولایت مقام کې ترسره شوه، چې پکې د مرکزي زون اړوند لوړپوړو ملکي او نظامي مسوولینو ګډون کړی و. د کابل ولايت مقام رسنيز دفتر په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې د مرکزي زون د نظامي محکمې رئیس شیخ الله نظر ثاقب، د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه، د بامیان والي قاري ګل حیدر شفق، د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو مسوولینو، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال، د یادو ولایتونو امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رئیسانو او د زون د لواګانو مسوولینو ګډون درلود. د کابل والي په ياده غونډه کې د ولایتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ، ګډو همکاریو او مسوولانه تعامل پر اهمیت ټینګار کړی دی. په غونډه کې همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ۴مې میاشتې د ۱۹مې نېټې د (۹۵۹) ګڼې حکم د (۱۲) مادو د تطبیق پر څرنګوالي، امنیتي مسایلو، د کانونو د قراردادونو، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شوي دي. د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د یادو موضوعاتو د عملي کېدو لپاره دې د ولایتونو په کچه لا پراخ، منظم او جدي اقدامات ترسره شي، ترڅو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او امنیتي، اداري او خدماتي چارې لا اغېزمنې او همغږې شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-24 08:18:02

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د مرکزي زون ولایتونو د مسوولینو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-24 05:26:47

د مرکزي زون ولایتونو د مسوولینو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button