د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مسکو کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو د څانګې له مشر سرور بختي سره د افغانستان پر وضعیت او په سیمه کې د نویو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي. کوفې یکشنبه (د تلې ۱۲مه) پر «اېکس» پاڼه په خپور کړي پیغام کې ویلي، هیله لري چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د مشروعیت او د ښځو د حقونو د بېرته اعادې موضوع ته پام وشي. هغې ویلي: «د افغان ښځو، سیاسي جریانونو او د مدني ټولنو له ګډون او استازولۍ پرته، د افغانستان په اړه دغه ډول ناستې مشروعیت نهلري». کوفي د مسکو ناستې له ګډونوالو غوښتي، چې له بېړنیو موضوعاتو ورهاخوا په افغانستان کې د یوه باوري او ټول ګډونه سیاسي بهیر پر جوړولو تمرکز وکړي؛ داسې بهیر چې د اساسي قانون د بیا حاکمیت او د افغانانو د ارادې پر بنسټ د یوه حکومت د جوړېدو لامل شي. ټاکل شوې، چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) د روسیې، هند، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د استازو په ګډون جوړه شي.د طالبانو یو پلاوی هم د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کوي. روسیې ویلي، سیاسي او اقتصادي همکاري، له ترهګرۍ…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د مسکو ناستې په څنډه کې؛ د پاکستان او تاجکستان استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي
سرچینې
Afghan sources
د مسکو ناستې په څنډه کې؛ د پاکستان او تاجکستان استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي