HealthKabulافغانستاندری

د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه واخیستل شوه — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-09 12:53:41🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د ازموینو ملي اداره وایي، د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا د عمومي ریاست اړوند د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه نن واخیستل شوه. د ازموینو ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم په کابل پوهنتون کې ترسره شول او ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه. د خبرپاڼې له مخې، د ازموینو د ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال رحیم‌الله حقاني د یادې ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغان ډاکټرانو د تاریخ په اوږدو کې په اسیا کې ځانګړی شهرت درلود، خو د وخت د ستونزو او کورنیو جګړو له امله په دې برخه کې د هېواد وړتیاوې کمزورې شوې دي. هغه هیله څرګنده کړې چې ځوان ډاکټران به د علمي هڅو، د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او نه ستړې کېدونکو کوښښونو له لارې یو ځل بیا افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا کړي. حقاني ویلي: «د تېرو جګړو او ستونزو له امله زموږ د ملت اقتصادي وضعیت کمزوری شوی او هېوادوال مو د ناروغیو پر مهال نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه د تګ توان نه لري. که دغه ځوانان ډېر زحمت وباسي او په دې برخه کې علمي هڅې وکړي، باور لرم چې هېوادوال به مو نورو هېوادونو ته له تګ څخه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-09 12:53:41

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه واخیستل شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-09 17:23:16

د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه واخیستل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button