Newsافغانستانپښتو

د معلولینو او یتیمانو د حقوقو تضمین او ټولنیز ادغام د اسلامي امارت… — Bakhtar

روان خبرNews1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-02 12:29:34🎙 راډیو واورئ

Summary: تبصره: د معلولینو او یتیمانو د حقوقو تضمین او په ټولنه کې د هغوی د ادغام موضوع د اسلامي امارت د ټولنیزو پالیسو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي او وروستیو اقداماتو ته په کتلو سره څرګندېږي، چې په دې برخه کې د پام وړ توجه شوې او لا هم د پراخېدو په حال کې ده. په تېرو کلونو کې د اړوندو دولتي ادارو له لارې د دې قشرونو د ملاتړ لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه او عملي اقدامات ترسره شوي دي، چې هدف یې یوازې د مرستې رسونه نه، بلکې د هغوی د ټولنیز ادغام لپاره د منظم چوکاټ رامنځته کول دي.دا هڅې ښيي چې موضوع له خیریه کار څخه د دولتي پالیسۍ کچې ته لوړه شوې ده.په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو له لوري د رسنیزو پروګرامونو پراختیا او د عامه ذهنیت د بدلون هڅې دا څرګندوي، چې هڅه کېږي د معلولینو او یتیمانو په اړه د ټولنې درک پراخ شي او هغوی د ټولنې د فعالو او باعزته غړو په توګه ومنل شي.همدارنګه د ادغام مفهوم ته توجه دا پیغام ورکوي، چې هدف یوازې مادي مرسته نه، بلکې د زده‌ کړې، کار او ټولنیز ګډون لپاره د برابرو فرصتونو برابرول دي، چې دا خپله د ټولنیز عدالت او انساني کرامت د ټینګښت له مهمو اصولو څخه ګڼل کېږي.د عملي اقداماتو په برخه کې د اړوندو ادارو همغږي او د ملاتړ پروګرامونو پیاوړتیا دا ښيي چې د دې قشرونو اړتیاوو ته د سیسټماټیک حل په لور حرکت روان دی، نه یوازې لنډمهاله اقدامات.تجربو ښودلې هغه دولتونه چې د زیانمنو قشرونو لپاره منظم حمایوي او د ادغام سیستمونه جوړوي، د ټولنیز ثبات او انساني پرمختګ له پلوه ډېر قوي بنسټونه لري، ځکه ټول وګړي برابر فرصتونه ترلاسه کوي.په ټوله کې د اسلامي امارت له لوري د معلولینو او یتیمانو د حقوقو په برخه کې ترسره شوي اقدامات په ډاګه کوي چې دا موضوع د دولتي پالیسیو په لومړیتوبونو کې ځای لري او هڅه کېږي چې په دوامداره ډول یې اغېز لا پراخ شي.

لنډ معلومات

موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-07-02 12:29:34

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د معلولینو او یتیمانو د حقوقو تضمین او ټولنیز ادغام د اسلامي امارت مسولیت دی

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-02 07:49:51

د معلولینو او یتیمانو د حقوقو تضمین او ټولنیز ادغام د اسلامي امارت مسولیت دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button