افغانستانامنیتپښتوهرات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا امیر خان متقي ته د عمرې د ادا… — AF International

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 15:50:03🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، امیرخان متقي غوښتل چې د عمرې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته لاړ شي خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا ورته اجازه نه ده ورکړل شوې. د طالبانو د ریاست الوزرا د معلوماتو له مخې ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي. ملا برادر ویلي، په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او تمه ده چې پاتې کارونه یې په ټاکلي وخت بشپړ شي. هغه له ترکمن لوري وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې تعدیل شي چې د اروپايي بازارونو د بیو د شدیدو بدلونونو له اغېزو مخنیوی وشي. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ترکمن لوري غوښتي چې د ګاز قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره وي، شرایط یې اسانه او د بیاکتنې لپاره دې پکې انعطاف منونکی مېکانېزم شامل شي. ملا برادر په هرات کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې جوړولو په برخه کې د ترکمن لوري د همکارۍ غوښتنه هم کړې…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 15:50:03

مهالوېش

  1. AF International

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا امیر خان متقي ته د عمرې د ادا کولو لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-10 11:51:36

د ملګرو ملتونو امنیت شورا امیر خان متقي ته د عمرې د ادا کولو لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button