کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د روسیې، اسرائیلو او امریکا له مخالفت سره سره، د قاطع اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د دغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنر فولکر تورک دنده د نورو څلورو کلونو لپاره وغځوله. رویټرز راپور ورکړی چې په دې رایهاچونه کې ۱۴۴ هېوادونو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش له وړاندیز سره موافقه وکړه، لسو هېوادونو مخالفت وکړ او ۱۳ هېوادونو ممتنع رایه ورکړه. د راپور له مخې، د تورک ماموریت د ۲۰۲۶ کال تر پایه یوازې د دوو میاشتو غځولو په اړه د روسیې بدیل وړاندیز هم له دې مخکې د اکثریت غړو هېوادونو له مخالفت سره مخ شوی و. فولکر تورک چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې او په غزه کې د اسرائیلو د کړنو له څرګندو منتقدینو څخه دی او په امریکا کې یې د کډوالۍ په زندانونو کې د کسانو د مړینې په اړه د څېړنې غوښتنه هم کړې، د روسیې، اسرائیلو او امریکا له مخالفت سره مخ و. امریکا تر رایهاچونې مخکې خبرداری ورکړی و چې د تورک د ماموریت د غځېدو په صورت کې به له ملګرو ملتونو سره د خپلې مالي مرستې او همکارۍ په اړه بیاکتنه وکړي. دغه رایهاچونه د ډونالډ ټرمپ د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د ماموریت موده وغځوله
سرچینې
Afghan sources
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د ماموریت موده وغځوله