EnglishKabulافغانستانامنیت

د ملګرو ملتونو لوړپوړي دیپلومات په کندها کې د طالبانو حکومت له ویاند سره لیدلي دي

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-07 03:25:07🎙 Listen to radio

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې میرمن رزماری دیکارلو افغانستان ته دخپل سفر په وروستي پړاو کې سهیلي ولایت کندهار ته تللی او هلته یې دطالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره ناسته او خبرې کړي دي. زمونږخبریال راپور راکړ، درسنیو دراپورونو له مخې میرمن دیکارلو د افغانستان د طالبانو حکومت له ویاند سره په خبرو کې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو حقوقوته درناوی،له نشه یی توکیو سره د مبارزې نوی لاروچارو موندل،اودوحې فورم کې له نړیوالو سره دتعاملاتو پر څرنګوالي خبرې کړي دي. تردې وړاندې میرمن دیکارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو حکومت دبهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقی او دښار او کور جوړولو وزارت مرستیال سره ناستې او خبرې کړې وۍ. ډیکارلو له امیرخان متقي سره ، پر بشري مرستو، دراستنیدونکوکډوالو پروسې پر مدیریت،اقلیمي ستونزو او دافغانستان لاره د ملګرو ملتومو دنوې استازې میرمن رباب فاطمې د دندې دپېل په اړه په همغږې خبرې کړې وې. ها خوا دطالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبري رسنیو ته ویلي، چې له مېرمن دیکارلو سره یې د راستنیدونکو کډوالو پر بهیر، دنشه یي توکیو پر خلاف مبارزې لپاره د نړیوالومرستو راجلبولو،داقلیمی زیانونو دکچې راکمولو او په افغانستان کې دوروسیتو اقتصادي پرمختګونو په اړه خبرې کړې وې.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-07 03:25:07

Timeline

  1. Parstoday

    د ملګرو ملتونو لوړپوړي دیپلومات په کندها کې د طالبانو حکومت له ویاند سره لیدلي دي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-07 00:55:02

د ملګرو ملتونو لوړپوړي دیپلومات په کندها کې د طالبانو حکومت له ویاند سره لیدلي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button