AfghanistanHealthوردګ

د میدان‌وردګو په دایمیرداد کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې — Pajhwok

DevelopingHealthوردګ1 sourcesUpdated 2026-06-28 13:03:30

میدان‌ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د میدان‌وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د نږدې ۶۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې. د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له مخې په ټول هېواد کې ۳۱۸ هغه ولسوالۍ چې تر ډېره له روغتیايي خدماتو بې برخې دي، د روغتیايي مرکزونو جوړولو په پلان کې شاملې شوې دي. هغه زیاته کړه چې د دایمیرداد ولسوالۍ کې د روغتون جوړول هم د همدغه ملي پروګرام یوه برخه ده چې عملي چارې یې نن پیل شوې. نوموړي زیاته کړه چې دغه روغتون پر ۷ جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي او تمه ده چارې یې د ۱۸ میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. جلالي وویل چې دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت له بودجې تمویلېږي او موخه یې خلکو ته په سیمه کې د معیاري او نږدې روغتیايي خدماتو برابرول دي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې دغه پروژه نه یوازې د روغتیايي خدماتو د پراختیا برخه کې مهمه ګڼل کېږي، بلکې د سیمې د ټولنیزو اړتیاوو پوره کېدو او د خلکو د ژوند د کیفیت لوړولو لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي. ورته مهال، د میدان‌وردګو د علماوو شورا رییس…

Quick facts

Locationوردګ
TopicHealth
Sources1
Last update2026-06-28 13:03:30

Timeline

  1. Pajhwok

    د میدان‌وردګو په دایمیرداد کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-28 07:07:03

د میدان‌وردګو په دایمیرداد کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button