Englishافغانستانامنیتوردګ

د میدان وردګو په سیداباد کې سېلابونه؛ یوه تن ژوند بایللی او مالي… — Pajhwok

DevelopingSecurityوردګ1 SourcesUpdated: 2026-07-21 16:07:51🎙 Listen to radio

میدان ښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو له امله یوه تن ژوند بایللی او شاوخوا سل جریبه کرنیزې ځمکې او حاصلات يې زيانمن شوي دي. د میدان وردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه د سیداباد ولسوالۍ په یوسف‌خېل، پټان‌خېل، چهاردهي، ګوګر او عبدالمحی‌الدین سیمو کې راوتلي دي. د سرچینې په وینا، په دغو سېلابونو کې یوه تن ژوند بایللی، شاوخوا سل جریبه کرنیزې ځمکو او حاصلاتو ته یې زیان اوښتی او نور مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، د زیانونو د ارزونې بهیر روان دی او اړوند ریاست د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او بېړنیو مرستو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی. یاد ریاست زیانمنو کورنیو ته د هر ډول ممکنې همکارۍ ډاډ ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د سختو بارانونو او سېلابونو پر مهال د خوړونو، سیندونو او نورو سېلابي سیمو له نږدې کېدو ډډه وکړي او د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د نورستان ولایت په مرکز پارون کې هم سخت سېلابونه راوتلي وو. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې ۲۳ کسانو ژوند بایللی، ۸۰ تنه ټپیان شوي،…

Quick facts

Locationوردګ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-21 16:07:51

Timeline

  1. Pajhwok

    د میدان وردګو په سیداباد کې سېلابونه؛ یوه تن ژوند بایللی او مالي زیانونه اوښتي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-21 20:35:28

د میدان وردګو په سیداباد کې سېلابونه؛ یوه تن ژوند بایللی او مالي زیانونه اوښتي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button