کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له «هیواد» موسسې سره د یو میلیون، ۲۲ زره او ۵۰۵ امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ چې موخه یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې روغتیايي خدمتونو ته د میندو او ماشومانو د لاسرسي زیاتول دي. عامې روغتیا وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هوکړهلیک له مخې چې د یوه کال لپاره لاسلیک شوی، په بدخشان، بادغیس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، میدانوردګ، ننګرهار، پکتیا، پنجشیر، سرپل، تخار، اروزګان او زابل ولایتونو کې به د رواني ـ ټولنیزو خدمتونو وړاندې کوونکو ۳۵ روغتیايي مرکزونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې شي. د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د یادو ولایتونو ۱۱۱ زره او ۸۹۴ اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو برخمن شي او ۲۰۴ کسانو ته به هم د روغتیا په برخه کې د کار زمینه برابره شي. سرچینې ویلي، دغه هوکړهلیک د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښهوالي، خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتوالي او د هغوی د روغتیايي ستونزو د کمولو په موخه لاسلیک شوی دی. د «هیواد» موسسې استازو هم ډاډ ورکړی چې دغه پروژه به د یوه کال په ترڅ کې د ټاکل شوو معیارونو له مخې پلې کړي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لپاره د څه باندې یو میلیون ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو
منابع
Afghan sources
د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لپاره د څه باندې یو میلیون ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو