EnglishKabulPoliticsافغانستان

د م.م د کډوالو عالي کمېشنري کابل کې راستنېدونکو کډوالو ته پنډغالی او… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-11 12:14:45🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیاله وایي، دغه اداره په پام کې لري چې د کابل په پلچرخي سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو پنډغالی او د غالۍ اوبدلو فابریکه جوړه کړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (سه‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې ونیسا ماتر یولي سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کډوالو د ستونزو، د پنډغالي او د غالۍ اوبدلو فابریکې د جوړېدو او راستنېدونکو کډوالو ته د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. راشد ویلي، په اوسنیو شرایطو کې اسلامي امارت بېلابېلو کسانو ته د ځمکو د وېش امکان نه لري؛ خو راستنېدونکو کډوالو ته د حمایوي پروګرامونو د اصولو له مخې ځمکې ځانګړې کېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیالې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، یادې ادارې پخوا د کابل په پلچرخي کې کډوالو ته د نغدي مرستو د وېش مرکز درلود او اوس یې پرېکړه کړې چې د دغه وزارت او نورو ادارو په همکارۍ کډوالو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي. هغې زیاته کړې چې د پنډغالي…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-11 12:14:45

Timeline

  1. Pajhwok

    د م.م د کډوالو عالي کمېشنري کابل کې راستنېدونکو کډوالو ته پنډغالی او د غالۍ اوبدلو فابریکه جوړوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-11 16:43:23

د م.م د کډوالو عالي کمېشنري کابل کې راستنېدونکو کډوالو ته پنډغالی او د غالۍ اوبدلو فابریکه جوړوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button