HealthKabulافغانستانپښتو

د ناروې د کډوالو شورا: له افغانستان سره بشري مرستې باید د سیاسي… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-11 09:08:49🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د ناروې د کډوالو شورا وایي، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو ترڅنګ د نړیوالو مرستو کمښت د اړینو خدمتونو وړاندې کول محدود کړي دي؛ دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغان چارواکو سره رغنده تعامل وکړي، څو بشري مرستې او بنسټیز خدمتونه د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې نه شي. د ناروې د کډوالو شورا (NRC) نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د څه باندې شپږ میلیونه افغانانو راستنېدو بشري اړتیاوې زیاتې کړي او ترڅنګ یې پرله‌پسې اقلیمي پېښو، سیمه‌ییزو کړکېچونو او د بشري او پراختیایي مرستو کمېدو پر خلکو فشار نور هم زیات کړی دی. د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ ویلي، د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې پخوانۍ ژمنې هېرې کړې دي. هغه زیاته کړې، د بودیجې مخ پر زیاتېدونکي کمښت بشري بنسټونه اړ کړي چې بې‌سرپناه او اړمنو افغان کورنیو ته د خوراکي توکو، اوبو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو مرستې راکمې کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ډېری راستنېدونکي کډوال د ژوند د اړتیاوو پوره کولو له ستونزو او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دي. ایګلنډ ویلي، سرپناه او د ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولو ملاتړ د راستنېدونکو له مهمو اړتیاوو شمېرل کېږي او د مرستو کمېدو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-11 09:08:49

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د ناروې د کډوالو شورا: له افغانستان سره بشري مرستې باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې نه شي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-11 13:38:28

د ناروې د کډوالو شورا: له افغانستان سره بشري مرستې باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې نه شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button