Developmentافغانستانپښتوغور

د ناګویا اسیایي لوبې؛ د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې نیپال ته د ۱۰۳… — AF International

روان خبرDevelopmentغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-25 08:29:52🎙 راډیو واورئ

د افغانستان الف کرېکټ لوبډله نن جمعه (د تلې ۳مه) د ۲۰۲۶کال د ناګویا اسیايي لوبو د ۲۰م پړاو په لړ کې خپله دویمه لوبه د نیپال پر وړاندې پیل کړه. افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو یې د نیپال لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه. د افغانستان کرېکټ بورډ د سپټمبر پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ابدالیان د اسیايي لوبو د کرېکټ سیالیو لپاره د جاپان د ایچي ولایت ناګویا ښار ته رسېدلي دي. د اسیايي لوبو د رسمي مهالوېش له مخې، د افغانستان او جاپان ترمنځ لوبه د سپټمبر پر ۲۴مه د سهار په ۹ بجو پیلېږي. افغانستان، جاپان او نیپال د نارینه‌وو د کرېکټ سیالیو په «الف» ګروپ کې شامل دي. د نارینه‌وو د کرېکټ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. افغانستان، جاپان او نیپال په «الف» ګروپ کې او هانګ کانګ، مالیزیا او عمان په «ب» ګروپ کې دي. هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا بیا د خپلو درجه‌بندیو له مخې په مستقیم ډول د سیالیو د پړاو اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده. د دواړو ګروپونو دوه غوره لوبډلې به هم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووځي. افغانستان به له جاپان وروسته د سپټمبر پر ۲۵مه د نیپال پر وړاندې خپله دویمه ګروپي لوبه…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-09-25 08:29:52

مهالوېش

  1. AF International

    د ناګویا اسیایي لوبې؛ د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې نیپال ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-25 06:44:21

د ناګویا اسیایي لوبې؛ د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې نیپال ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button