EnglishKabulافغانستانامنیت

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین: د خلکو د حقونو له خوندیتوب… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-19 14:05:27🎙 Listen to radio

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین فعالانو په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه د سیمینار په غبرګون کې ویلي، چې د خلکو له اساسي حقونو پرته له هغوی څخه د واکمنو د «اطاعت» غوښتنه بې مانا ده. د دغو کسانو د مړینې لامل او د ورکېدو پېښو او موندل شویو جسدونو ترمنځ احتمالي اړیکه لا هم روښانه نه ده. د عدلي طب د معایناتو پایلې نه دي خپرې شوې او په ایران او ترکیه کې مسوولو چارواکو هم تر اوسه د دغو پېښو په اړه کره معلومات نه دي وړاندې کړي. د مړه شویو کسانو په نوملړ کې ۲۴ کلن محمد نسیم رحماني، ۱۹ کلن ایاز مومند، ۲۲ کلن حامد صافي، ۳۲ کلن طورالدین عرب‌زاده، ۲۷ کلن هدایت‌الله فیضي، ۴۲ کلن فضل‌الدین، ۲۱ کلن لطف‌الله مرادي، ۱۸ کلن سمیع‌الله، ۲۵ کلن محمد یاسین خاکسار، ۲۳ کلن احمدالدین اخوندزاده، ۱۷ کلن رضا نظري، ۱۹ کلن اکرام‌الدین، ۲۳ کلن زین‌الله محمدي، ۲۵ کلن رفیع‌الله طاهري او ۱۷ کلن خدای‌بردي محمد شامل دي. افغانستان انټرنشنل د وژل شویو کسانو جسدونه او د هغوی د هویت اسناد ارزولي دي. د هغو معلوماتو له مخې چې کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، د ډېری دغو کسانو وروستی اړیکې له خپلو کورنیو سره د نومبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې نیول شوي دي او کورنیو په وینا، چې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-19 14:05:27

Timeline

  1. AF International

    د نجونو د زده کړو ملي کمپاین: د خلکو د حقونو له خوندیتوب پرته« اطاعت» مانا نه لري

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-19 11:48:00

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین: د خلکو د حقونو له خوندیتوب پرته« اطاعت» مانا نه لري

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button