Englishافغانستانامنیت

د نشه‌یي توکو په تړاو د پاکستان ادعا؛ حقیقت څه دی؟ — Bakhtar

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-27 07:57:06🎙 Listen to radio

Summary: تبصره: د اسلامي امارت پر وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم وروستۍ ادعاوې، چې افغانستان د نشه‌یي توکو په تولید او قاچاق تورنوي، په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تازه یوې برېټانوي ادارې د سپوږمکۍ د انځورونو پر بنسټ راپور په پاکستان کې د کوکنارو د کرکیلې د پراخېدو اسناد وړاندې کوي. دا وضعیت د پاکستان د هغو څرګندونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي، چې هڅه کوي د نشه‌یي توکو د قاچاق مسوولیت افغانستان ته منسوب کړي.د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د پاکستان د پوځي رژیم وروستۍ ادعاوې بې‌بنسټه بولي او وايي، چې هلته واکمن نظام په کور دننه د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر افغانستان بېلابېل تورونه لګوي.د نوموړي په وینا، کله اسلامي امارت د ټي‌ټي‌پي په ملاتړ تورنوي او کله یې د نشه‌یي توکو په تولید او قاچاق کې په لاس لرلو متهموي.د نوموړي په څرګندونو کې د پاکستان د پوځي رژیم پر هغو هڅو هم نیوکه شوې، چې د نوموړي په باور، موخه یې د نشه‌یي توکو د تولید او قاچاق مسوولیت پر افغانستان اچول او په نړیواله کچه د اسلامي امارت بدنامول دي.ده ټینګار کړی، چې یوازې ادعاوې د حقیقت د ثابتولو لپاره بسنه نه کوي، بلکې هر تور باید د کره اسنادو او شواهدو پر بنسټ وارزول شي. خو برېټانوي راپور بیا څه روښانه کړل؟د پاکستان د ادعاوو په مهال د السیس په نوم برېټانوي ادارې تازه خپور شوی راپور د پام وړ معلومات وړاندې کړي د یادې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۲۲ کال وروسته د نشه‌یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې، خو له همدې مودې وروسته په پاکستان کې د کوکنارو کرکيله زیاته شوې ده.راپور زیاتوي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کوکنارو کرکيله د پام وړ پراخه شوې او پر ۹ زرو هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.یادې ادارې دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې په راتلونکي میلادي کال کې به د کوکنارو د کرکيلې ساحه نوره هم پراخه شي او دا چاره به د وسله والو د عوایدو ګراف لوړ کړي.دغه راپور د پاکستان د پوځي رژیم هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي، چې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو یې د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې مطرح کړې دي.که په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې له پیل وروسته په پاکستان کې د کوکنارو کرکیله پراخه شوې وي، نو د پاکستان حکومت باید د خپلې خاورې د وضعیت په اړه هم روښانه معلومات وړاندې کړي، نه دا چې ټول پام پر تورونو ور ټول شي. د افغان چارواکو موندنې څه دي؟شیخ عبدالرحمن منیر د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ویلي، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په اورکزیو، خیبر او کورمه سیمو او دا راز د بلوچستان په ګلستان، قلعه سیف‌الله، لورلایي، دوکي او د فرضي کرښې په اوږدو کې د بنګو او کوکنارو کښت او تولید ته پراختیا ورکړل شوې ده.نوموړي دا هم ویلي، بده لا دا چې د پاکستان اوسنی حکومت له کروندګرو خپله ټاکلې فیصدي ترلاسه کوي او بزګران د حکومتي چارواکو په اجازه او ملاتړ د دغو توکو په کښت او تولید بوخت دي.هغه همدارنګه د پیرباد او تاخان په نومونو د دوو پاکستاني وګړو یادونه هم کړې، چې له پاکستان څخه کینیا، افغانستان او نورو هېوادونو ته د نشه‌یي توکو په قاچاق کې لاس لري. د نوموړي په وینا، د قاچاق دغه فعالیتونه د دې اړتیا څرګندونه کوي، چې د نشه‌یي توکو د تولید او لېږد ټولې لارې په دقیق ډول وڅېړل شي.ده ویلي، د اسلامي امارت کشفي او امنیتي ارګانونه، له پاکستان څخه افغانستان ته د راوړل کېدونکو نشه‌یي توکو محمولې وخت پر وخت کشف او ضبطوي. د پاکستان تورونه او د اسلامي امارت دریځد افغانستان اسلامي امارت د نشه‌یي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان د پوځي رژیم ادعاوې رد کړې او د دغو تورونو د څېړلو لپاره یې د خپلواکو او بې‌طرفه نړیوالو څېړونکو د ګومارلو غوښتنه کړې. شیخ عبدالرحمن منیر ویلي، چې افغانستان د اړینو څېړنو او سروې‌ګانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی او له پاکستان یې هم غوښتي، چې له نړیوالو څېړونکو سره صادقانه همکاري وکړي.د اسلامي امارت له لوري د نړیوالو څېړنو غوښتنه په دې موضوع کې د حقیقت د روښانه کېدو لپاره یو مهم وړاندیز دی.که د پاکستان د پوځي رژیم ادعاوې پر کره شواهدو ولاړې وي، نو اړینه ده چې د نړیوالو څېړونکو په حضور کې یې اسناد وړاندې کړي. په همدې ډول، د پاکستان په خاوره کې د کوکنارو د کرکیلې او د نشه‌یي توکو د احتمالي قاچاقي شبکو په اړه هم باید څېړنې وشي.باورونه دا دي، چې پاکستان نه شي کولای یوازې د افغانستان پر ضد د تورونو په تکرارولو سره د نشه‌یي توکو د قاچاق د ستونزې مسوولیت له ځانه لرې کړي.د برېټانوي ادارې راپور او د افغان چارواکو څرګندونې د دې موضوع د هر اړخیزې څېړنې اړتیا په ډاګه کوي، د قاچاق د اصلي سرچینو معلومول باید د سیاسي موخو او تبلیغاتي ادعاوو پر ځای د شواهدو پر بنسټ ترسره شي.د پاکستان حکومت ته په کار ده، چې د افغانستان پر وړاندې د تورونو تر تکرارولو مخکې د خپلې خاورې د کوکنارو د کرکیلې او د قاچاق د احتمالي شبکو په اړه روښانه ځوابونه وړاندې کړي.کارپوهان وايي، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره اړینه ده، چې د پاکستان استخباراتي ادارې د نورو د بدنامولو او پر افغانستان د بې‌اساسه تورونو له لګولو لاس واخلي او د نشه‌یي توکو، ترهګرۍ او ناامنۍ پر وړاندې رښتینې او عملي مبارزه وکړي، د دوی په باور «د تورونو او سیاسي تبلیغاتو دوام او دغه راز سیمه کې د بې ثباتۍ په موخه رامنځته شوې ورانکارو ډلو ټپلو ته پناه ځایونه ورکول» بې‌باوري زیاتوي او د پاکستان دا ناسم اقدام سیمه کې د ګډې مبارزې د فرصتونو مخه ډب کوي.باید په ډاګه شي، چې د سیمې د هېوادونو امنیت د تورونو، تبلیغاتو او د نورو د بدنامولو له لارې نه، بلکې د رښتینې مبارزې، مسوولیت‌ منلو او صادقانه همکارۍ له لارې خوندي کېدای شي. پای

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-27 07:57:06

Timeline

  1. Bakhtar

    د نشه‌یي توکو په تړاو د پاکستان ادعا؛ حقیقت څه دی؟

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-27 07:33:27

د نشه‌یي توکو په تړاو د پاکستان ادعا؛ حقیقت څه دی؟

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button