DiplomacyEnglishKabulافغانستان

د ننګرهار په سره‌رود کې نږدې ۳۶۳ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-06 09:14:14🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې، د ننګرهار ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې ۳۶۳ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه چې څلور کادستري قطعې پکې شاملې دي، د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ په کشکک سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې مخکې د هغې موضوع بررسي کړې خو د ځمکې د امارتي‌توب پر بنسټ د افرادو او اشخاصو د نه‌قناعت له امله، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه. سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۳۶۳ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی. د خبرپاڼې له مخې، د یادې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري….

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-08-06 09:14:14

Timeline

  1. Pajhwok

    د ننګرهار په سره‌رود کې نږدې ۳۶۳ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-06 13:40:41

د ننګرهار په سره‌رود کې نږدې ۳۶۳ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button