د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي. ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی. د نورستان د مرکز پارون ښاروال هم په دغو سېلابونو کې مړ شوی چې پرون یې مړی وموندلی شو. د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۴" کسان مړه شوي دي. د سیمې خلک وایي، کورنیو ته باید عاجلې مرستې ډېرې شي.
لنډ معلومات
ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 20:34:31
مهالوېش
-
Bbc
د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې – BBC News پښتو