د سیمه ييزو سرچینو د معلوماتو لهمخې، د نورستان په مرکز پارون ښار کې د سختونو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلګو ته مالي زیانونه اړولي دي. سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د نسي، شکي، جرم، شهربزرګ، کشم، ارګو، یفتل او څو نورو ولسوالیو په دولتي پوستونو کې بدلونونه راغلي دي. دا بدلونونه د «سپاهي میهن» په نوم د یوې نوې جوړې شوې ډلې له ناڅاپي برید وروسته رامنځته شول؛ هغه برید چې د جمعې په سهار د دې لامل شو چې د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټرول څخه ووځي. سیمه ییزو سرچینو افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د دوشنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نوی ولسوال او امنیه قوماندان معرفي کېږي. مولوي قدیر غفوري د یفتل د نوي ولسوال او جهانخان نوري د یفتل د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي. په شهربزرګ کې هم بدلونونه راغلي او عبدالوهاب فاروقي د نوي امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.کابل ته د فاتح له لېږدولو وروسته په نسي کې بدلونونهوروسته له هغې چې طالبانو ناراضي قوماندان جمعهخان فاتح له نسي څخه کابل ته وغوښت، دې ډلې د نسي ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړل او نوي کسان یې پر دندو وګومارل. همدارنګه د جرم ولسوالۍ لپاره هم نوی امنیه قوماندان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د نورستان په مرکز پارون کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي دي
Sources
Afghan sources
د نورستان په مرکز پارون کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي دي