افغانستانامنیتبلخدری

د نورستان په کامدېش کې د طالبانو عملیات پای ته ورسېدل

در حال تکمیلSecurityبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-30 07:10:22🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو حکومت دفاع وزارت په نورستان ولایت کې د ترسره شویو عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی. دغه عملیات وروسته له هغې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پیل شول چې د طالبانو د حکومت په وینا، د دوی وسله‌والو مخالفینو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل. د طالبانو دفاع وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته هم استول شوې، ویلي د عملیاتو پر مهال، د دوی په وینا، له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې څخه د «داعش او شر و فساد» تر ۳۰۰ ډېرو وسله‌وال کسان کامدېش ولسوالۍ ته داخل شوي وو او هلته یې د ناامنۍ او نظم د ګډوډولو هڅه کوله. د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې یادو وسله‌والو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او د هغوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. په خبرپاڼه کې طالبانو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي. بلخوا، په ختیځو ولایتونو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي وایي، په دغو عملیاتو کې له ۳۰ ډېر د «داعش او شر و فساد» وسله‌وال وژل شوي او ۵۸ نور ژوندي نیول شوي دي. د هغه په وینا، په نیول شویو کسانو کې ۱۰ ټپیان هم شامل دي. محمدي وايي، پاتې وسله‌وال بېرته د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په اوښتو بریالي شوي دي. نوموړی زیاتوي…

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-30 07:10:22

خط زمانی

  1. Parstoday

    د نورستان په کامدېش کې د طالبانو عملیات پای ته ورسېدل

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-30 06:52:44

د نورستان په کامدېش کې د طالبانو عملیات پای ته ورسېدل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button