کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چهارشنبې ورځې د چین او نیپال پر پوله د سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۷۵۰ او د نادرکه شوو شمېر تر درې زرو اوښتی دی؛ چیني چارواکي وايي، د ۲۳ هېوادونو ۲۶۱ بهرني اتباع هم د نادرکه کسانو په ډله کې شامل دي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د یکشنبې ورځې د تازه شمېرو له مخې، په نیپال کې د مړه شوو شمېر ۷۳۴ کسانو ته رسېدلی او ۲۴۹۸ نور کسان نادرکه دي. چیني چارواکو بیا په تبت کې د ۱۶ کسانو د مړینې او د ۵۴۶ کسانو د نادرکه کېدو خبر ورکړی دی. بلخوا، شینهوا خبري اژانس د چیني سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اګسټ په ۲۶مه د چین او نیپال پر پوله د «ګیرونګ» په دروازه کې د ځمکښویېدنې له امله د ۲۳ هېوادونو ۲۶۱ بهرني اتباع نادرکه شوي دي. د چیني چارواکو د معلوماتو له مخې، د نادرکه شوو ۲۶۱ بهرنیو اتباعو په ډله کې د نیپال ۱۰۴، هند ۴۹، لاتویا ۳۳، امریکا ۱۸ او بریتانیا ۱۵ اتباع شامل دي. همدارنګه د کاناډا شپږ، د اسټرالیا شپږ، د سوېلي افریقا څلور، د مالیزیا درې، د جرمني درې، د روسیې درې، د ایرلنډ دوه، د استونیا دوه، د فرانسې دوه، د هالنډ دوه او د نیوزیلنډ دوه اتباع هم نادرکه…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د نيپال او چین سېلابونه؛ د مړه شوو کسانو شمېر ۷۵۰ ته رسېدلی، له درې زره ډېر نادرکه دي
Sources
Afghan sources
د نيپال او چین سېلابونه؛ د مړه شوو کسانو شمېر ۷۵۰ ته رسېدلی، له درې زره ډېر نادرکه دي