د طالبانو د سترې محکمې ريیس عبدالحکیم حقاني چې څه باندې یو کال مخکې یې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د بشریت ضد جنایتونو په تړاو د نیولو حکم صادر شوی له «ظلم» څخه د «ظالم» د ویرې لامل د محاکمو موجودیت ګڼي. هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې «ظالمان» باید پرېنښودل شي. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بشریت ضد جرمونو په تړون کې د «جنسیتي اپارتاید» د شاملولو طرحه اوس د هېوادونو د رسمي بحث برخه ګرځېدلې او لا هم نور دولتونه کولای شي له دې نوښت سره یوځای شي. د ملاله بنسټ په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې ښځې او نجونې د داسې سیستماتیکو محدودیتونو او تبعیض سره مخ دي چې هغوی یې له زدهکړو، کار، ټولنیز او عامه ژوند څخه محرومې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د روان میلادي کال په اپرېل کې اسټرالیا، ایسلنډ، مکسیکو، هسپانیا، ختیځ تیمور، یوروګوای او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په رسمي ډول وړاندیز وکړ چې «جنسیتي اپارتاید» دې د بشریت ضد جرمونو په نړیوال تړون کې شامل شي. دغه بنسټ د وروستیو پېښو له ډلې په هرات کې د حجاب د مقرراتو د پلي کېدو پر مهال د ښځو نیول او د خلکو اعتراضونه هم د جنسیتي اپارتاید د بېلګو په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د نړۍوالې محکمې تر څار لاندې طالـب چارواکی د محاکمو موجودیت له«ظلم» څخه د «ظالم» وېره ګڼي
منابع
Afghan sources
د نړۍوالې محکمې تر څار لاندې طالـب چارواکی د محاکمو موجودیت له«ظلم» څخه د «ظالم» وېره ګڼي