د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې کس اېتهل کېټرهام نن خپله ۱۱۷مه کلیزه د انګلنډ په سري سیمه کې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره یو ځای ولمانځله. اېتهل کېټرهام، چې د سري په لایټ واټر کلي پاملرنې په یوه مرکز کې ژوند کوي، د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې د نړۍ د تر ټولو مشر ژوندي انسان لقب ترلاسه کړ. دا لقب یې وروسته له هغه خپل کړ چې برازیلۍ راهبه اینا کانابارو لوکاس د ۱۱۶ کلونو په عمر مړه شوه. اېتهل کېټرهام د ټایټانیک بېړۍ د غرقېدو له پېښې درې کاله مخکې او د روسیې له انقلابه اته کاله مخکې زېږېدلې وه. نوموړې د شلمې پېړۍ د دواړو نړیوالو جګړو شاهده پاتې شوې ده. دا په ۲۰۲۰ کال کې چې ۱۱۰ کلنه وه، پر کورونا وېروس اخته شوه، خو روغتیا یې بېرته ترلاسه کړه. د ګینس نړیوالو ریکارډونو له مخې، دا د هغو ډېر عمر لرونکو کسانو له ډلې یوه ده چې له کورونا ناروغۍ ژوندي پاتې شوي دي. اېتهل اصلًا د انګلنډ د همپشایر د شپټن بېلینجر کلي اوسېدونکې ده، خو د ویلټشایر د ټیډورت ښارګوټي کې لویه شوې ده. نوموړې د اووه وروڼو او خویندو په کورنۍ کې رالویه شوې او د کورنۍ له وروستیو ماشومانو وه. اېتهل کېټرهام، چې د پاچا اېډوارډ اووم د واکمنۍ د دورې وروستۍ ژوندۍ پاتې شوې بلل کېږي،…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې کس ۱۱۷مه کلیزه ولمانځله – BBC News پښتو
Sources
External sources
د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې کس ۱۱۷مه کلیزه ولمانځله – BBC News پښتو