افغانستانامنیتپښتوغور

د نیپال سېلابونو کې د مړو شویو شمېر له ۶۲۰ کسانو اوښتی -… — Bbc

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-29 12:51:25🎙 راډیو واورئ

په نیپال کې د چارشنبې ورځې د ویجاړوونکو ناڅاپي سېلابونو پایله کې د مړو شویو کسانو تایید شوی شمېر له ۶۲۰ تنو اوښتی او له ۲۴۰۰ ډېر نور بې‌درکه دي.‌ په تبت کې هم لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۵۵۴ نور بې‌درکه دي. په نیپال کې د ناورین د خطر کمښت او مدیریت د ملي ادارې په وینا د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو ۱۵ زره کسان ګومارل شوي دي. دغه اداره وایي، په نادرکه کسانو کې سلګونه بهرنيان دي. چارواکي وايي تر دې دمه د ۱۱۴ هندي اتباعو په ګډون ۱۸۴ بهرنيان ژغورل شوي دي.‌ د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي، او د ژغورونکو ډلې هڅه کوي چې تر سېلابونو وروسته د ورک شویو کسانو درک ولګوي. چارواکي وايي دا چې د بې‌درکه کسانو شمېر لوړ دی،‌ نو د تلفاتو شمېر نور هم لوړېدای شي. د چین وسله‌والو ځواکونو ویلي چې د اونۍ په پای کې سخت اورښتونه ښايي د ژغورنې او لټون هڅې لا پسې ستونزمنې کړي، ځکه چې په ځینو سیمو کې د ځمک‌ښوېدنې احتمال شته. د پوځ اړوند یوې رسمي اېکس پاڼې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ژغورنې عملیات د ګیرونګ بندر ته نږدې روان دي. ګیرونګ د تبت او نیپال ترمنځ تر ټولو لویه ځمکنۍ سرحدي لار بلل کېږي. د چین د وسله‌والو ځواکونو…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-29 12:51:25

مهالوېش

  1. Bbc

    د نیپال سېلابونو کې د مړو شویو شمېر له ۶۲۰ کسانو اوښتی – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-08-29 12:25:19

د نیپال سېلابونو کې د مړو شویو شمېر له ۶۲۰ کسانو اوښتی – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button