د هرات یو شمیر اوسېدونکي وایي چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژې (ټاپي) د پرمختګ په اړه د طالبانو د چارواکو له ژمنو سره سره، د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې د دقیق وخت په اړه لا هم روښانه لیدلوری نشته. د هرات یوه اوسېدونکې افسانه وایي چې په کور کې یې هره اونۍ شاوخوا درې تر څلورو کیلو ګاز مصرفېږي. د هغې په وینا، اوس مهال په هرات ښار کې یو کیلو ګاز په ۶۵ تر ۷۰ افغانۍ اخلي. دا وایي کلونه کېږي انتظار باسي چې د ټاپي نل لیکه هرات ته ورسېږي او د ورکړل شویو ژمنو له مخې د دې ولایت اوسېدونکي وکولای شي له ارزانه ګاز څخه ګټه واخلي. افسانه وایي: «موږ کلونه کېږي په تمه یو چې د ټاپي نللیکه تمامه شي او ګاز ارزان شي. زه د کور مېرمن یم، په یوه اونۍ کې درې یا څلور کیلو ګاز مصرفوو او مجبور یو چې یو کیلو ګاز په ۷۰ یا ۶۵ افغانۍ واخلو. زموږ د ژوند وضعیت هم خورا خراب دی.» په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار درې ورځې وړاندې ویلي وو چې د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره برخې عملي کار به تر دوو راتلونکو میاشتو پورې بشپړ شي. خو یو شمېر اوسېدونکي چې د دې پروژې له پلي کېدونکې سیمې یې لیدنه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
د هرات اوسېدونکي: د ټاپي پروژې د عملي کار لپاره روښانه راتلونکې نه ښکاري | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
د هرات اوسېدونکي: د ټاپي پروژې د عملي کار لپاره روښانه راتلونکې نه ښکاري | آمو ټلویزیون