د هرات یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبانو په اندېشه او جمعه بازار سیمو کې لسګونه ښځې نیولې او له ځان سره یې بیولې دي. نوموړی وايي، چې خلک د طالبانو له وېرې چوپ دي. نوموړي ویلي، که څه هم د کتابونو په برخه کې د هغه کاروبار نوی نهدی، خو دی هڅه کوي کتابونه په لږ لګښت او د غوښتنې په هماغه ورځ لوستونکو ته ورسوي. نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه په یوې لیکنه کې د دغه کار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې د ملاتړ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې مېرمنې یې خپله چله، ګوتمۍ او غوږوالۍ ورکړي، څو یې وپلوري او د ورځني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ پرې خپل نوی کار پیل کړي. ارمان وايي، هڅه به وکړي د خپلې مېرمنې د دې قربانۍ حق ادا کړي او هغې ته ثابته کړي، چې پر ده یې باور پر ځای وو. ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د هغو کسانو نظرونو ته هم اشاره کړې چې ورته یې ویلي وو، په افغانستان کې خلک کتابونه نه لولي او ښايي دا کار یې اقتصادي بریا ونهلري. نوموړي ویلي، دی د خپلې ټولنې له وضعیت څخه خبر دی، خو د کتابونو له پلور، لوست او لیکوالۍ سره د خپلې شاوخوا دوو لسیزو تجربو ته په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د هرات اوسېدونکي: له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبانو په هرات کې لسګونه ښځې نیولې دي
Sources
Afghan sources
د هرات اوسېدونکي: له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبانو په هرات کې لسګونه ښځې نیولې دي