EconomyEnglishافغانستانهرات

د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز بشپړ او ګټې اخیستنې… — Bakhtar

DevelopingEconomyهرات1 SourcesUpdated: 2026-09-28 17:02:59🎙 Listen to radio

Summary: د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي فاز د جوړولو چارې بشپړې او د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال، د هرات والي، د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو او یو شمېر سوداګرو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي، چې د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د دغې برخې په بشپړېدو سره به د توکو د چټک او کم‌لګښته لېږد زمینه برابره او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس مولوي عبدالکریم فاتح وايي، چې دغه پروژه د یوه قزاقستاني شرکت په همکارۍ جوړه شوې او اداره یې په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د هرات–تورغونډۍ، هرات–مزارشریف او هرات–سپین‌بولدک اوسپنې پټلیو د جوړولو چارې هم پیل کړي. په همدې حال کې، د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال نسپوف وايي، چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلیو او ترانسپورتي زېربناوو پراختیا له مرکزي اسیا سره د دغه هېواد د اړیکو د پراخېدو او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو لپاره مهمه ده. نوموړي زیاته کړه، چې قزاقستان په دوامدار ډول د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي او د افغانستان د ترانسپورټي زېربناوو پراختیا کولای شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي. ورته مهال د هرات والي مولانا شیخ اسلام جار وايي، چې د اوسپنې پټلیو پراختیا کولای شي په هېواد کې د اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د اوسپنې پټلۍ د هر کیلومتر بیارغونه او پراختیا د اقتصادي پرمختګ پر لور یو ګام بلل کېږي. له بلې خوا، په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مرستیال وايي، چې د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له جوړېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، اوس مهال هره میاشت شاوخوا ۱۱۰ زره ټنه توکي له دغې لارې افغانستان ته راوړل کېږي. یو شمېر سوداګر هم وايي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد د ځینو نورو ترانسپورتي لارو په پرتله لږ لګښت لري او د دې لارې پراخه کارونه کولای شي د لېږد لګښتونه راکم او سوداګریز بهیر اسانه کړي. د یادونې وړ ده، چې د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې دویم فاز د ٤٧ کیلو متره په اوږدوالي جوړولو چارې هم روانې دي.

Quick facts

Locationهرات
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-28 17:02:59

Timeline

  1. Bakhtar

    د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-28 16:04:52

د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button