زمونږ خبریال راپور راکړی د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړی فاز، چې ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري، د سیمهییزو چارواکو او د ايران په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي «یرکین توکوموف» هم ګډون کړی و. د پروژې اداري مدیر فرید احمد امیني وایي، د دې برخې د جوړولو چارې د ۵۷ میلیونه او ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دې رېلپټلۍ برخه د غور ولسوالۍ له روزنک تمځای څخه پیلېږي او د «زنده جان» ولسوالۍ د دهسرخ کلي تر رباط پریان تمځي پورې غځېدلې ده. امیني زیاتوي، د رباط پریان تمځای د مسافرینو د لېږد لپاره جوړ شوی، خو په راتلونکي کې به د مسافرینو ترڅنګ د سوداګریزو توکو د لېږد او بارولو لپاره هم ترې استفاده وشي. بلخوا، په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مرستیال سید علي کامیاب وایي، د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران څخه افغانستان ته د توکو د لېږد کچه لوړه شوې ده. کامیاب وایي، اوس مهال هره میاشت شاوخوا ۱۱۰ زره ټنه توکي له ایران څخه د همدې رېلپټلۍ له لارې افغانستان ته انتقالېږي. د هرات–خواف رېلپټلۍ د افغانستان لپاره له مهمو ترانزیټي مسیرونو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
سرچینې
External sources
د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو