Summary: د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیقالله عزیزی، د دغه ولایت د سیمهییزو رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ناسته کې، د هغوی ستونزې او غوښتنې اورېدلې او د رسېدنې ډاډ يې ورکړی دی. باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د سیمهییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو، د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې شته ستونزې او ننګونې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره شریکې کړې او د رسنیو د لا ښه فعالیت لپاره یې د مناسب چاپېریال برابرولو په موخه د اړوندو مسوولینو د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ غوښتنه کړې ده. دغه راز د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخو کې د رسنیو رول مهم بللی او ویلي يې دي, چې دغه ریاست د قوانینو په چوکاټ کې، د سیمهییزو رسنیو د فعالیتونو د ښه والي لپاره همکاري کوي. مولوي عزیزي همدا رنګه له خبریالانو څخه غوښتي چې د ټولنې ستونزې او اړتیاوې په مسئولانه او مسلکي ډول راټولې او منعکسې کړي. د ناستې په پای کې، د لوېدیځ زون د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټې رئیس هم د رسنیو د ستونزو د حل لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د رسنیو ستونزې او غوښتې واورېدې
سرچینې
Afghan sources
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د رسنیو ستونزې او غوښتې واورېدې