Kabulافغانستانامنیتدری

د هرات ـ کابل پر لاره په ترافیکي پېښه کې د طالبانو د… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-01 21:10:20🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د دولتي شرکتونو ریاست ویاند محمد نبي بهار خبر ورکړی چې د هرات ـ کابل پر لاره په یوه ترافکي پېښه کې د تورغونډۍ د استراس دولتي شرکت رییس او دوه نور کارکوونکي مړه شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې درې ځله د افغانستان دننه هوايي بریدونه کړي چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د راپورونو له مخې، د سپټمبر په ۲۱مه پاکستان د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو. سیمه‌ییزو سرچینو هغه مهال ویلي‌ وو، دغه بریدونه د کونړ په نورګل او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شوي چې له امله یې په کونړ کې د یوې کورنۍ درې ملکي غړي وژل شوي وو. پاکستان بیا ادعا کړې وه، چې په دغه بریدونو کې یې ۲۸ «ترهګر او ځانمرګي بریدګر» وژلي دي. ملګرو ملتونو بیا د دغه بریدونو په ترڅ کې د یو ماشوم په ګډون د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی. درې ورځې وروسته، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان یو وار بیا په کندهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ۱۰ ځایونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان هغه مهال وویل، چې دغه ځایونه د ډرونونو د توغولو او زېرمه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-01 21:10:20

خط زمانی

  1. AF International

    د هرات ـ کابل پر لاره په ترافیکي پېښه کې د طالبانو د دولتي شرکتونو درې کارکوونکي مړه شوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-01 15:18:17

د هرات ـ کابل پر لاره په ترافیکي پېښه کې د طالبانو د دولتي شرکتونو درې کارکوونکي مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button