هرات (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د هرات والي او په دغه ولایت کې د ترکمنستان سرکونسل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، ترانزیټ او د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې والي شیخ مولانا اسلامجار په هرات کې د ترکمنستان له سرکونسل باتور یولوف سره ولیدل. سرچینه وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي، د ترانزیټي لارو پر پراختیا، د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژې او له ترکمنستانه د هرات له لارې فراه ولایت ته د برېښنا پر لېږد خبرې شوې دي. د هرات والي ویلي، د تورغونډۍ له لارې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لوړه شوې او د دې لارې پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولري. هغه د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان او سیمې لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي چې دغه پروژه کولای شي د سیمې شمال او جنوب سره ونښلوي او د سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیزي. اسلامجار زیاته کړې، د هرات سیمهییزه اداره په تورغونډۍ کې ګمرکي چارې او اړوند خدمتونه ۲۴ ساعته ترسره کوي او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د هرات والي او د ترکمنستان سرکونسل د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي
سرچینې
Afghan sources
د هرات والي او د ترکمنستان سرکونسل د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي