KabulPoliticsافغانستانپښتو

د هرات په اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-30 16:47:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د هرات د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د اسلام‌کلا په بندر کې اورلګېدنه رامنځته شوې او د اوروژنې ځواکونه د اور د مهار او د خپرېدو د مخنیوي لپاره سیمې ته رسېدلي دي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني ویلي، په اسلام‌کلا بندر کې د اورلګېدنې له رامنځته کېدو وروسته د دې قوماندانۍ د اوروژنې ځواکونه له اړینو تجهیزاتو سره سیمې ته استول شوي دي. حسیني زیاته کړې چې د اور د مهار او مړه کولو او نورو سیمو ته یې د خپرېدو د مخنیوي هڅې روانې دي. د هغه په وینا، د اورلګېدنې د لامل او احتمالي زیانونو د کچې په اړه نور جزیات به له اړینو څېړنو وروسته له رسنیو سره شریک شي. اسلام‌کلا بندر د هرات له مهمو سوداګریزو او ګمرکي مرکزونو څخه دی او هره ورځ ګڼ باروړونکي موټر او سوداګریز توکي له دې لارې لېږدول کیږي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-30 16:47:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د هرات په اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-30 21:12:05

د هرات په اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button