EconomyEnglishافغانستانهلمند

د هلمند پر سیند د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې + غږیز راپور

DevelopingEconomyهلمند1 SourcesUpdated: 2026-07-28 02:15:39🎙 Listen to radio

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د یوه ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې؛ هغه پروژه چې ځایي چارواکي وایي، د کورني ترانسپورټ ترڅنګ به له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې هم مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي. د چارواکو په وینا، دغه پل د هلمند سیند پر سر د پخواني پل ترڅنګ جوړېږي او ۳۳۷ متره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی به ولري. د هلمند د ټولګټو چارو ریاست استازي، انجنیر ګل احمد ویاړ ویلي، د دې پروژې لپاره د ټولګټو چارو وزارت له بودجې څخه ۲۷۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د نوموړي په خبره، د پل د جوړولو چارې به په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي. هغه زیاته کړه، د پل په جوړېدو سره به د افغانستان پر سویلي حلقوي لویه لاره د موټرو تګ راتګ اسانه، ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سوداګرو لپاره د مالونو د لېږد او رالېږد زمینه لا ښه برابره شي. د پروژې د پلي کوونکي شرکت استازي، انجنیر سید اغا ویلي، پل به د نړیوالو ودانیزو معیارونو له مخې د درنو باروړونکو لاریو د تګ راتګ لپاره جوړ شي او د کارونې عمر به یې له ۷۰ تر ۱۰۰ کلونو پورې وي. بل لور ته، د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا…

Quick facts

Locationهلمند
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-28 02:15:39

Timeline

  1. Parstoday

    د هلمند پر سیند د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې + غږیز راپور

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-07-28 02:06:40

د هلمند پر سیند د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې + غږیز راپور

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button