EnglishHealthافغانستان

د هند استازی: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی — AF International

DevelopingHealth1 SourcesUpdated: 2026-09-16 19:41:08🎙 Listen to radio

د هند استازي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی. هغه ټینګار وکړ چې هند د افغانستان د ثبات او د افغان ولس د ملاتړ لپاره خپلې بشري، روغتیايي، پراختیايي او اقتصادي مرستې روانې ساتلې دي. په ملګر ملتونو کې د ایران استازي وویل چې داعش خراسان او نورې افراطي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، لا هم د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. د هغه په وینا، د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه پراخې او دوامدارې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري. د ایران استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید د طالبانو له ادارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي. د ایران استازي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د امنیتي وضعیت ښه والی باید وساتل شي. د ایران استازي همداراز د کوکنارو د کښت د پام وړ کمېدل یوه داسې لاسته راوړنه وبلله چې نړیوالې مثبتې پایلې لري، خو ویې ویل چې دې چارې پر کلیوالو سیمو سخت اقتصادي فشار راوستی دی. هغه د بدیلو معیشتونو، کلیوالي…

Quick facts

TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-16 19:41:08

Timeline

  1. AF International

    د هند استازی: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-16 16:58:00

د هند استازی: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button