د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د عمان په سمندري سیمه کې پر یوې سوداګریزه بېړۍ د برید له امله یو هندي وګړی وژل شوی او ۱۳ نور ژغورل شوي دي. دغه وزارت د سېشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۱مه، د عمان د لیما سیمې ته څېرمه پر «الیوسفي» سوداګریزه بېړۍ ترسره شوی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال په بېړۍ کې ۱۴ هندي وګړي سپاره وو، چې له برید وروسته یې ۱۳ تنه ژغورل شوي دي. وزارت د وژل شوي هندي وګړي د هویت او د برید د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې دا روښانه نه کړه، چې ایا د اقتصادي فشارونو دوام او د قطر په منځګړیتوب خبرې اترې به وکولای شي د واشنګټن او تهران ترمنځ اختلافات کم کړي؛ که د امریکا د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته به پوځي عملیات بیا پیل شي.ټرمپ له اسراییلي ۱۲ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زه د هېڅ اقدام لپاره بیړه نهلرم. موږ د هغوی اقتصاد فلج کړی». هغه د خبرو اترو په اړه ویلي، چې مذاکرات په ښه توګه روان دي؛ خو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د هند بهرنیو چارو وزارت: عمان ته څېرمه پر سوداګریزه بېړۍ برید کې یو هندي وګړی وژل شوی
Sources
Afghan sources
د هند بهرنیو چارو وزارت: عمان ته څېرمه پر سوداګریزه بېړۍ برید کې یو هندي وګړی وژل شوی