د هند ساحلي ساتونکو ویلي، د دغه هېواد ختیځ ساحل ته نږدې د پاناما بیرغ لرونکې یوه بار وړونکې بېړۍ ډوبه شوې او د سپرلۍ له ۲۴ کسیزې عملې څخه د دوو کسانو د ژغورلو وروسته، د نورو کسانو د موندلو لپاره عملیات روان دي. هغه دا اقدام «اقتصادي جګړه او بې سارې انزوا» وبلله او ادعا یې وکړه، چې د ایران پوځي وړتیا، د ملي پیسو ارزښت او نظامي تاسیسات یې سخت کمزوري شوي دي. ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ، هر هغه هېواد چې د مالي موسسو، شرکتونو، هوایي ډګرونو یا دولتي ادارو له لارې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د مخنیوي لارې چارې برابرې کړي، له «خورا درنو اقتصادي پایلو» سره به مخ شي. هغه ټینګار وکړ، چې د تېلو قاچاق، د نغدو پیسو لېږد، صرافۍ، د بېړیو ثبتول او د پوښښي شرکتونو چارې باید سمدستي ودرول شي. د ایران د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضایي د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) وویل: «د سیمې او شاوخوا ټولو هېوادونو ته وایو چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې شریک نهشي، ګنې موږ به هغوی دښمن وګڼو. موږ د جګړې د پراخولو په لټه کې نه یو، خو که د ایران شاوخوا هېوادونه له امریکایانو سره په اقتصادي جګړه کې همکاري وکړي، موږ به د هغوی ګټې په نښه کړو». مُحسن رضایي په یوه ټلویزیوني…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د هند ختیځ ساحل ته نږدې بېړۍ ډوبه شوې؛ د ۲۴ کسیزې عملې د ژغورنې هڅې روانې دي
منابع
Afghan sources
د هند ختیځ ساحل ته نږدې بېړۍ ډوبه شوې؛ د ۲۴ کسیزې عملې د ژغورنې هڅې روانې دي