DiplomacyEnglishKabulافغانستان

د هند په ممبۍ کې د سختو ورښتونو له امله ودانۍ نړېدلې؛ شپږ… — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-06 16:34:55🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د هند په ممبۍ ښار کې د سختو ورښتونو له امله د څو ودانیو د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان، چې پنځه ماشومان هم په کې شامل دي، مړه شوي دي. دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ممبۍ ښار ختیځ ته د «مانکهورد» په سیمه کې رامنځته شوې ده؛ هغه ځای چې د سختو ورښتونو له امله په یوه بې‌وزله سیمه کې دوه تر درې څوپوړیزې ودانۍ نړېدلې دي. ښاري چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې پنځه کوچني ماشومان او یوه ښځه مړه شوي دي. د سرچینو په وینا، په دې سیمه کې سخت ورښتونه لا هم روان دي او د ممبۍ او پونې ښار ترمنځ پر لویه لار یې د ځمکې ښویېدو لامل شوی چې له امله یې دغه لار په موقتي ډول تړل شوې ده. د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ممبۍ کې له ۱۰۰ ملي‌مترو ډېر ورښت ثبت شوی او په ځینو سیمو کې د ورښت کچه ۱۶۱ ملي‌مترو ته رسېدلې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-07-06 16:34:55

Timeline

  1. Pajhwok

    د هند په ممبۍ کې د سختو ورښتونو له امله ودانۍ نړېدلې؛ شپږ کسان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-06 21:04:16

د هند په ممبۍ کې د سختو ورښتونو له امله ودانۍ نړېدلې؛ شپږ کسان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button