افغانستانامنیتدریکندز

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۴مې د نمانځنې لپاره پراخ… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityکندز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-14 23:12:12🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۴مې(خپلواکۍ ورځ) د نمانځنې لپاره پراخ چمتووالی نیول شوی او د دې ورځې په مناسبت بېلابېل فرهنګي او عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي. د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ولایت مقام په همغږۍ، د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه په مرکز او ولسوالیو کې تبلیغاتي پاڼې، کتابچې، پوسټرونه او کوچني بیرغونه پر خلکو وېشلي دي. د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي باختر اژانس ته ویلي، چې یاد توکي د زمري ۲۴مې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو، د دې ورځې د ارزښت بیانولو په موخه چمتو شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې د زمري ۲۴مې اړوند بنرونه او بیرغونه هم نصب شوي او د یادې ورځې د لا ښې نمانځنې لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی. په همدې حال کې، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم د دغې ورځې د نمانځنې په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې بیرغونه، نقاشۍ، دیوال‌انځورونه، بنرونه او پوسټرونه نصب کړي دي. ورته مهال په کندز کې هم د زمري ۲۴مې د نمانځنې لپاره بېلابېل پروګرامونه عملي شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ په اړه شعارونه او دیوال‌انځورونه جوړ شوي او د ښار په ګڼ مېشتو سیمو او مهمو لویو لارو کې بیرغونه او بلبورډونه نصب شوي دي. د کندز والي مولوي نصرالله مطیع وایي، چې زمري ۲۴مه د هېواد په تاریخ کې یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې ورځ ده او د افغانستان خلکو ته ځانګړی ارزښت لري. د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولین وایي، چې د دغو فعالیتونو موخه د زمري ۲۴مې په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د دې ورځې د ارزښت په اړه د خلکو معلومات زیاتول او د پراخو ولسي مراسمو لپاره د مناسبې عامه فضا برابرول دي. د یادونې وړ ده چې د زمري ۲۴مه د فتحې او د افغانستان د اشغال د پای ته رسېدو په مناسبت هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو مراسمو او فرهنګي پروګرامونو سره نمانځل کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندز
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-14 23:12:12

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۴مې د نمانځنې لپاره پراخ چمتووالی نیول شوی

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-14 12:40:21

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۴مې د نمانځنې لپاره پراخ چمتووالی نیول شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button