Summary: د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د بدخشان د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین پولې پورې د ۱۲۱ کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې چې په دوو فازونو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري ترسره شوې وې؛ نن د اسلامي امارت چارواکو، علماء کرامو او قومي مخورو له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل شو. باختر اژانس ته د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو په پيل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، ویلي دي: "نن د خوښۍ ځای دی چې موږ یو مهم او حیاتي سړک پرانیزو. دغه سړک نه یوازې د افغانستان لپاره مهم دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو او منځني ختیځ لپاره هم اقتصادي او ټولنیز اهمیت لري."هغه زیاته کړې چې د دغه سړک جوړول نه یوازې د واخان ولسوالۍ او د پامیرونو د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي؛ بلکې په راتلونکي کې به د افغانستان او چین ترمنځ په یوه مهمه او ستره ترانزیټي لاره هم بدله شي.واخان د بدخشان هغه ستراتیژیکه سیمه ده چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د واخان سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو