د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې افغان طالبانو پر ټي ټي پي فشار راوړ، چې که جماعت الاحرار له ځان نه نه شي بېلولی، لږترلږه دې په اورکزیو، کورمه او خیبر ولسوالیو کې ددې ډلې د نفوذ او اکمالاتو مخه ونیسي. سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ۲۰۲۵ کال له وروستیو نه د ۲۰۲۶کال تر مې میاشتې پورې د طالبانو استخباراتو څو ځله له ټي ټي پي غوښتنه کړې، چې که له جماعت الاحرار نه ځان نه شي بېلولی، لږترلږه دې په اورکزیو، کورمه او خیبر ولسوالیو کې ددې ډلې د نفوذ مخه ونیسي او امکانات پرې بند کړي. د سرچینو په وینا، دغه فشار د مې پر ۱۹مه په کورمه کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ یوې خونړۍ نښتې ته لاره پرانېسته، چې په په ترڅ کې یې د قوماندان ممتاز امتي په ګډون د جماعت الاحرار ۱۸ جنګیالي ووژل شول. یوې سرچینې چې پېښه یې له نږدې څارلې، وویل چې په وژل شویو کسانو کې ځینو د خوست له صبریو او منګلو قبیلو سره تړاو درلود. د جماعت الاحرار په اړه ویل کیږي، چې خپلو لیکو ته یې ګڼ شمېر افغان جنګیالي جذب کړي او طالبان له دې اړخه اندېښمن دي. د پاکستان امنیتي چارواکو د کراچۍ له برید وروسته هم ادعا کړې چې په برید کې یې یو ټپي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري
Sources
Afghan sources
د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري