کابل (پژواک): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو عمري کمپ کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له هغه مرکزه لیدنه کړې چې د روغتیا نړۍوال سازمان يې تمويلوي. د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې پر خپله پاڼه لیکلي چې د دې لیدنې پر مهال د دغه سازمان کارکوونکو نوموړې ته راستنېدونکو ته د وړاندېکېدونکو روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل. رباب فاطمې د زیانمنونکو کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان رول مهم بللی او په دې برخه کې یې د دغه سازمان د هڅو ستاینه کړې ده.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-30 07:30:07
مهالوېش
-
Pajhwok
د يوناما مشرې تورخم کې د راستنېدونکو کمپ له یوه روغتیايي مرکزه لیدنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-30 11:57:41
د يوناما مشرې تورخم کې د راستنېدونکو کمپ له یوه روغتیايي مرکزه لیدنه وکړه