Newsافغانستانخوستدری

د يوې مياشتې لپاره؛ له خوست څخه د سون لرګيو د لېږد اجازه… — Bakhtar

در حال تکمیلNewsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-23 19:32:11🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د خوست ولايت ځایي مسوولینو، د يوې مياشتې لپاره؛ له دغه ولايت څخه نورو سيمو ته د سون لرګيو د انتقال اجازې ورکولو خبر ورکړی دی. د خوست د والي وياند مستغفر ګربز، نن په خپله «اېکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي: "د ریاست‌الوزراء عالي مقام د ۲۴۵۱ ګڼې حکم او د خوست ولایت مقام د هدایاتو پر بنسټ؛ د اړونده کمېټې له‌خوا د خوست ولایت ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي چې د عقرب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر دېرشمې نېټې پورې د وچو لرګیو د انتقال اجازه لري." د ګربز په وينا، هغه کسان چې غواړي په یاده موده کې وچ لرګي انتقال کړي، کولای شي په مرکز، نادرشاه کوټ، شمل دوه منده، قلندر، او صبريو ولسوالیو کې د اړوندې کمېټې د استازو له‌خوا اجازه لیک (پارچه) ترلاسه کړي او وروسته خپل لرګي اړونده سیمې ته انتقال کړي. هغه خبرداری ورکړی دی: "هغه څوک چې له دغه فرصت څخه په استفادې، ځنګلونه قطع کړي یا د وچو لرګیو په منځ کې یې شنه لرګي تثبیت شي؛ د قانون له مخې مجرم ګڼل کېږي او قانوني چلند به ورسره وشي." ويل شوي چې د لړم میاشتې له ۳۰مې وروسته، د وچو لرګیو انتقال په بشپړ ډول منع دی او هېڅ دولتي اداره او ملکي وګړي یې د انتقال اجازه نه لري.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-23 19:32:11

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د يوې مياشتې لپاره؛ له خوست څخه د سون لرګيو د لېږد اجازه ورکړل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-23 13:11:37

د يوې مياشتې لپاره؛ له خوست څخه د سون لرګيو د لېږد اجازه ورکړل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button