کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د ټايلنډ د پلازمېنې بنکاک ښار په يوه شرابخونه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپيان شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه پرون شپه ناوخته د بنکاک ښار په شمال کې د «رونګ بير نا لاټ فراو» په نوم بار یا میخانه کې رامنځته شوې ده. د ټايلنډ چارواکي وايي، د بېړني وتلو لارو بندوالي له امله ډېری کسان ونه توانېدل پر وخت له ودانۍ ووځي او د سخت لوګي او د اور لمبو له کبله يې ژوند له لاسه ورکړ. د ټايلنډ لومړي وزير انوټين چارنویراکول، د دوشنبې په سهار د پېښې له ځايه ليدنه وکړه او ويې ويل، تر اوسه د ۲۷ قربانيانو جسدونه له ودانۍ ايستل شوي او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د بنکاک د پېښو د مخنيوي او ناورينونو کمولو ادارې د چارواکو په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د چت برخه کې د هوا سيسټم د برېښنا لنډ اتصال د اورلګېدنې د پيل لامل شوی دی. عدلي چارواکي او د عدلي طب ډلې د دې پېښې د کره لامل په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې دي او د قربانيانو د پېژندنې بهير هم دوام لري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د ټایلنډ د پلازمېنې یوه شرابخونه کې اورلګېدنه؛ ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي
سرچینې
Afghan sources
د ټایلنډ د پلازمېنې یوه شرابخونه کې اورلګېدنه؛ ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي