د افغان ایواک (AfghanEvac) مشر، شان وان دایور، ویلي چې امریکا کې افغان کډوال چې د اخراج له ګواښ سره مخ دي، ډېری یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته راغلي ول. وان دایور زیاته کړه چې د اخراج له ګواښ سره مخ ځینې کسان «د هغو کسانو وروڼه او زامن دي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی؛ داسې کورنۍ چې طالبان لا له وړاندې د هغوی د په نښه کولو له پاره هر دلیل لري.» د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، تمه ده چې له ۱۵۰ ډېر افغان کډوال له امریکا بیرته اخراج شي. یادې امریکايي ورځپاڼې ویلي چې د ټرمپ ادارې په لوزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري چې اخراج یې کړي. ورځپاڼې زیاته کړې چې تمه ده لومړۍ الوتنه د دوشنبې په ورځ ترسره شي. یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د افغان کډوالو د اخراج بهیر به د پاکستان له لارې ترسره شي. واشنګټن نه شي کولای په مستقیم ډول افغانستان ته د هغوی د ایستلو ترتیبات برابر کړي، ځکه متحده ایالات لا تراوسه له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري. ټرمپ وايي چې د کډوالۍ پر وړاندې د هغه سخت اقدامات او د کډوالو د شړلو کمپاین د کورني امنیت د ښه کولو په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
د ټرمپ اداره یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته اخراجوي