KabulPoliticsافغانستانپښتو

د ټرمپ حکومت پر څه باندې شپږ میلیونه امریکایانو خوراکي مرستې بندوي — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-11 04:52:14🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت داسې طرحه وړاندې کړې چې د پلې کېدو په صورت کې به د دغه هېواد شاوخوا ۶.۳ میلیون وګړي له دولتي خوراکي مرستو بې‌برخې شي. رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د کرنې وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د «بشپړوونکې تغذیې مرستې» (SNAP) پروګرام له لارې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو شرایطو محدودولو لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده. دغه پروګرام د «خوراکي توکو کوپنونو» په نوم هم پېژندل کېږي. د دې طرحې له مخې، هغه کورنۍ چې د اړمنو کورنیو لپاره د لنډمهالو نغدي مرستو (TANF) له پروګرامه ګټه اخلي، نور به په اتومات ډول د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو وړ ونه ګڼل شي. سرچینې لیکلي، اوس مهال هغه کورنۍ چې د یاد پروګرام له لارې نغدي مرستې ترلاسه کوي، د فدرالي عاید د ټاکل شوي حد له جلا ارزونې پرته د خوراکي مرستو مستحقې ګڼل کېږي. خو د وړاندیز شوو بدلونونو له مخې، د خوراکي مرستو شاوخوا ۱۸ سلنه ترلاسه‌کوونکي، چې شمېر یې ۶.۳ میلیون کسانو ته رسېږي، ښايي له دغو مرستو بې‌برخې شي. د امریکا د کرنې وزارت ویلي، د دغو بدلونونو موخه د مرستو د ترلاسه کولو شرایط یو شان کول او د هغو کورنیو لپاره د سرچینو ساتل دي چې رښتیا هم خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري. د دغه وزارت…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-11 04:52:14

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د ټرمپ حکومت پر څه باندې شپږ میلیونه امریکایانو خوراکي مرستې بندوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-11 09:21:50

د ټرمپ حکومت پر څه باندې شپږ میلیونه امریکایانو خوراکي مرستې بندوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button