Politicsافغانستانپښتوسمنګان

د ټولګټو وزیر د ایبک – روی دو اب سړک پروژې چارې وارزولې — Bakhtar

روان خبرPoliticsسمنګان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-20 11:48:51🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام؛ په سمنګان کې د ایبک – روی دو اب سړک او یو شمېرنورو پروژو روانې چارې ارزولې دي. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمد عیسی ثاني، د ایبک – روی دو اب مسیر د لومړي لاټ له ۲۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې او د یادې پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د چارو چټکتیا په موخه دې په ساحه کې د ماشینرۍ شمېر ډېر کړي؛ څو د سړک رغنیزې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او هېوادوالو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.د ایبک – روی دو اب مسیر د ۲۰ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بشپړېدو او د پاتې برخو د رغنیزو چارو په دوام سره به سمنګان له بامیان سره ونښلول شي.هېره دې نه وي چې د ټولګټو وزیر په یاد ولایت کې د تاشقرغان تنګي او صیاد تنګي د استنادي دېوالونو له ترمیماتي پروژو څخه هم لیدنه او مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د هېوادوالو ترانسپورټي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

لنډ معلومات

ځایسمنګان
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 11:48:51

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ټولګټو وزیر د ایبک – روی دو اب سړک پروژې چارې وارزولې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-20 07:55:19

د ټولګټو وزیر د ایبک – روی دو اب سړک پروژې چارې وارزولې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button