EnglishPoliticsافغانستانبغلان

د ټولګټو وزیر د دهنه ‌غوري سړک جوړولو پروژې چارې وارزولې — Bakhtar

DevelopingPoliticsبغلان1 SourcesUpdated: 2026-08-22 12:03:04🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په بهیر کې د بغلان په دهنه‌ غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک پروژې روانې چارې ارزولې دي. باختراژانس ته د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ټولګټو وزیر د یادې پروژې د مراقبت کوونکو او تطبیق کوونکو ټیمونو او همدا رنګه د قراردادي شرکت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د پروژې په پلي کولو کې له باکیفیته موادو څخه کار واخلي او د سړک چارې د تخنیکي مشخصاتو او ټاکلې مودې سره سمې بشپړې کړي.د یادونې وړ ده چې یاد سړک د دهنه‌ غوري ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي او په اوږدو کې یې د ۵۱ پلګوټو، د ۱۶۰۵ متره استنادي دېوالونو او د سړک غاړې د ۱۷۹۰ مترو ویالو جوړول شامل دي چې د دې پروژې چارې اوسمهال په ۳۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.

Quick facts

Locationبغلان
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-22 12:03:04

Timeline

  1. Bakhtar

    د ټولګټو وزیر د دهنه ‌غوري سړک جوړولو پروژې چارې وارزولې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-22 10:29:30

د ټولګټو وزیر د دهنه ‌غوري سړک جوړولو پروژې چارې وارزولې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button