Politicsافغانستانپښتولوګر

د ټولګټو وزیر په لوګر کې تر کار لاندې يو شمېر پروژو څخه… — Bakhtar

روان خبرPoliticsلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 17:37:08🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، لوګر ته سفر کړی او هلته یې د دغه وزارت اړوند تر کار لاندې يو شمېر پروژو کاري بهیر ارزولی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولګټو وزیر په دغه سفر کې د لوګر – میدان وردګو د ۳۱ کیلومتره سړک، د پل علم – لوګر پوهنتون د درې کیلومتره سړک او د خضر – بادخواب روغني – دوشیخ – برکي راجان – د بر پل د ۳۲ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. هغه د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د ځینو استنادي دېوالونو په جوړولو کې د غیر معیاري ډبرو او همدا رنګه د سړکونو د طبقو په فرش کې د غیر معیاري جغل کارول؛ د انجنيري او سړک جوړونې له معیارونو سره په ټکر کې بللي او تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته یې لارښوونه کړې چې یادې برخې دې ونړوي او د معیاري او باکیفیته موادو په کارولو سره یې بېرته ورغوي او دغه راز د پروژې چارې دې په ټاکل شوې موده بشپړې کړي. د قراردادي شرکتونو مسئولینو هم ډاډ ورکړی چې چارې به ټاکلې موده او معياري ډول ترسره کړي.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 17:37:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ټولګټو وزیر په لوګر کې تر کار لاندې يو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-03 14:22:01

د ټولګټو وزیر په لوګر کې تر کار لاندې يو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button