Economyافغانستانپښتومزار

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه ترسره شوه — Bakhtar

روان خبرEconomyمزار1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-22 08:12:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د پانګونې بین‌ الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه، په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ یادې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو (روزګان، دایکنډي، غور، زابل، پکتیکا او فراه) کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له هر اړخیز بحث وروسته؛ پرېکړه شوې چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د یوې میاشتې په بهیر کې یاده طرحه له اړوند شرکت سره په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.غونډې ته همدا رنګه، د خصوصي سکټور له لوري د مزارشریف د نایب اباد سب ‌سټېشن د پراختیا او لوژستیکي مرکز د جوړولو په تړاو د وړاندې شوې طرحې په اړه د ټولګټو وزارت راپور وړاندې شوی او له بحث وروسته پرېکړه شوې چې د ښکېلو ادارو له خوا دې وړاندې شوې طرحه په مقایسوي ډول وارزول شي او پایله دې د پانګونې له بین‌الوزارتي کمیټې سره شریکه شي.

لنډ معلومات

ځایمزار
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 08:12:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-22 07:27:37

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button