Economyافغانستاندریهلمند

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyهلمند1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-08 06:02:05🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. باختر اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ غونډې ته د جوزجان په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه وړاندې شوې، چې له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې دا طرحه په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي. غونډې ته همدا رنګه، د هلمند د مرکز لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند پر ځمکه د هستوګنیز او سوداګریز مرکز جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې؛ څو دا طرحه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم مطابق ترتیب او بیا یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانهلمند
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-08 06:02:05

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-08 05:47:15

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button