د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو تېره شنبه د بهرنیو ډلو استازي کندهار کې ټول شوي وو. افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي سوېلي ښار کندهار کې د پاکستان مخالفو ډلو کومه ناسته نه ده شوې او دا چې دا د پاکستان د پوځ تشه ادعا ده. د کندهار د ولایتي ادارې ویناپاڼه کې راغلي " پاکستاني نظامي حلقات هڅه کوي چې په داسې پوچو ادعاوو سره، په افغانستان کې د ملکي خلکو په شهادت رسول او خپل نور جنایاتونه توجیه کړي." ویناپاڼه کاږي " افغانستان اړتیا نه لري چې بهرنیو جنګیالیوته بلنه ورکړي او یا ناستې پاستې ورسره وکړي." دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي چې د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر جنرال احمد شریف چوهدري یوه خبري غونډه کې د افغانستان د کندهار ولایت د والي ملا محمد شیرین اخوند نوم یاد کړ. یوه خبریال په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د بریدونو زیاتېدو او په راتلونکي کې د احتمالي ځمکنیو عملیاتو په اړه پوښتنه وکړه. د دې پوښتنې په ځواب کې احمد شریف چوهدري وویل دا چې"موږ به د افغان طالبانو د حکومت په اړه څه کوو او کله به یې کوو، د دې پرېکړه به موږ په خپله کوو." وروسته هغه افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور ولګاوه چې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د پاکستان ادعاو ته په ځواب کې د طالبانو حکومت وايي اړتیا نه لري بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د پاکستان ادعاو ته په ځواب کې د طالبانو حکومت وايي اړتیا نه لري بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي – BBC News پښتو